کورپاڼه / اسلام / کراماً کاتبین څه ډول د انسان عملونه لیکي؟

کراماً کاتبین څه ډول د انسان عملونه لیکي؟

د مثال په توګه د قیامت په ورځ د انساني عملونو د حساب او کتاب په اړه قراني دلیلونه هغه څوک نه مني، چې پر وینا یې د استدال په آسونو یې پښه اړولي وي.

خو له نوو څېړنو څخه معلومه شوې یو انسان چې کوم عملونه یا کړنې کوي، هغه ټولې په فضاء کې شتون لري او د یوې کیسټې په ډول خوندي وي، خو د فکر وړ خبره داده چې د قران شعور او پوهې په سفر کې خنډ نه رامنځته کوي، بلکې د کایناتو مظاهر د دلیل په توګه وړاندې کوي.

د اوټاوه پوهنتون فرانسوي استاد او متخصص ډاکتر مورس بوکایلی ادعا کړې چې:((د کایناتو د پیدایښت په اړه چې تر اوسه پورې په نړۍ څومره نظریات وړاندې شوي، ټول د قران کریم د بیان شوې نظریې مطابق دي او څه چې په قران کریم کې د کایناتو د تسخیر، د طبیعي بدلون او آسماني مخلوق په اړه ویل شوي نوی ساینس یې مني.))

بوکایلی پخپل کتاب (بایبل، قرآن او ساینس) کې هم ویلي چې په قرآن کې داسې خبرونه شته دی چې د نازل پر وخت یې شتون نه درلود او داسې اړخونه هم ول په شپږم زېږدیز پېړۍ کې د خلکو تصورونه نفي کول او د اړتیا پر وخت لیدل یا اورېدل کېدل.

د سټلایټ یا د سپوږمکۍ سیستم په مرسته په هند کې یو کار ترسره شي او په زرګونه کیلومیتره لېرې په امریکا، اروپا او افریقا کې لیدل کېږي نو آیا د نړۍ خالق او مالک دومره ځواک نه لري چې د قیامت په ورځ یو انسان ته د هغه عملونه یا کړنې ورته وښیي چې کراماً کاتبین لیکلي او انسان به چغې کړي.(مال ھذا الکتاب لایغادر صغیرۃ ولاکبیرۃ الا احصاھا) ژباړه: دا څه ډول کتاب دی چې ټولې غټې او وړې خبرې یې شمېرلي یا محاسبه کړي (سورہ کهف)

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …