کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجی لیلا بنسالي: د ایشوریا سترګو په لومړۍ لېدنه کې حیران کړم

سنجی لیلا بنسالي: د ایشوریا سترګو په لومړۍ لېدنه کې حیران کړم

د بالیووډ فلم لارښود، وړاندې کوونکی، لیکونکی او د موسیقۍ لارښود سنجی لیلا بنسالي د خپل فلم (هم دل دی چکی صنم) د اداکارې ایشوریا رای بچن سره د لومړنۍ لېدنې په اړه خبرې کړي.

بنسالي ددې لېدنې په اړه وایي چې له ایشوریا رای سره یې د لومړي ځل لپاره د عامر خان د (راجه هندوستاني) فلم د خپرېدو پرمهال کتلي ول او کله چې یې د ایشوریا سترګې ولېدې نو حیران پاتې شو.

(هم دل دی چکی صنم) فلم چې په ۱۹۹۹ کال خپرېدو، ثابته یې کړه چې ایشوریا نه یوازې دا چې ښکلې ده، بلکې له بنسالي سره اړیکې دومره ښې شوې وې چې په نورو فلمونو (دیوداس) او (ګزارش) کې هم مرکزي رول ورکړ.

په دې اړه یو ځل ایشوریا هم څرګندونې کړې وې چې بنسالي ورته په نورو فلمونو (باجي رایو مستاني) او (پدما وتي) کې د کار کولو وړاندیز کړی و.

له یو هند ورځپاڼې سره په خبرو کې بنسالي ویلي چې د ایشوریا په سترګو یو څه شته او دا د هغې د ښکلا یو مهم اړخ دی، دا عادي سترګې نه دي، دا دومره ځواکمنې دي، که چېرته ډیلاګ ور هم نه کړل شي نو سترګې یې پخپله وایي.

نوموړی وایي په ځینو سترګو کې د خدای ګوټو ځواک وي لکه د هیماجي او لتا جي په سترګو کې چې یوه ځلا ده، خو د ایشوریا سترګې ښکلې، رنګینې او طبیعي دي، ما چې کله په لومړۍ لېدنه کې ولېدې نو اغېز یې راباندې وکړ.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …