کورپاڼه / جالب / یوې پاکستانۍ ښځې له خاوند نه ځکه طلاق اخیستی، چې د ټک ټاک ویډیوګانو جوړولو څخه یې منع کړې وه
پاکستانۍ ښځه او خاوند

یوې پاکستانۍ ښځې له خاوند نه ځکه طلاق اخیستی، چې د ټک ټاک ویډیوګانو جوړولو څخه یې منع کړې وه

په پاکستان کې یوې ښځې له خپل خاوند نه له دې امله طلاق اخیستی دی، چې خاوند په ټک ټاک کې د ویډیوګانو جوړولو او خپرولو څخه منع کړې وه.

د ټولنیزو رسنیو د ویډیوګانو جوړولو مشهور اپلیکېشن ټک ټاک د ځوانانو تر څنګ په واده کړیو ښځو کې هم ډېر مشهور شوی دی، خو په پاکستان کې بیا خبره تر دې پورې رسېدلې ده، چې د پنجاب په رحیم یار خان سیمه کې یوې ښځې د ټک ټاک ویډیوګانو د جوړولو څخه منع کولو باندې له خپل خاوند نه طلاق اخیستی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د مایا طارق په نوم ښځې په محکمه کې له خپل خاوند نه د خلع اخیستو لپاره عریضه کړې ده، ښځې په خپل خاوند بېلا بېل تورونه پورې کړې دي، خو خاوند یې وايي، چې ښځه یې نیمه شپه هم د ټک ټاک ویډیوګانو په جوړولو لګیا وي.

دغه ښځې محکمې ته ویلي دي، چې ټک ټاک هر څوک جوړوي، زه هم د ټک ټاک ویډیوګانې جوړوم، خو په ټک ټاک کې زما کوم اکاونټ نشته. هغې محکمې ته ویلي دي، چې خاوند یې ورسره سم نه دی او باید طلاق ورکړل شي.

کله چې یادې محکمې د ښځې او خاوند خبرې واورېدې، نو له هغه وروسته یې له خاوند څخه ورته طلاق واخیست. دوی یوه پنځه کلنه ماشومه هم لري، چې محکمې ورته د میاشتې د پنځه زره روپيو مصارف په پلار لازمي کړل. بلخوا یې دغه سړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې ښځې یې ترې له دې امله طلاق اخیستی دی، چې ولې یې د ټک ټاک له ویډیوګانو منع کوله.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …