کورپاڼه / جالب / چینایي ساینسپوهانو د نارینه وو د حامله کولو تیاری نېولی

چینایي ساینسپوهانو د نارینه وو د حامله کولو تیاری نېولی

ماده او ښځې په طبیعي توګه د بچي یا ماشوم زېږونې ځواک یا قدرت لري او د موجوداتو له پیدایښت راهیسې آن تر اوسه پورې دغه کار ښځو یا ماده موجوداتو ترسره کړی او د بېلابېلو نسلونو د پایښت سبب ګرځیدلي.

خو په حیرانوونکې توګه باید ووایم چې اوسمهال چینایي ساینسپوهانو تیاری نېولی ترڅو نارینه حامله کړي او د نسل په ډېروالي کې مهم رول ولوبوي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چینایي ساینسپوهانو په یوه حیرانوونکې څېړنه کې پر موږکانو تجربې کړي او هیله بخښونکې پایلې یې ترلاسه کړي. په دې تجربو کې ساینسپوهانو له ښځینه یا ماده موږکانو څخه تخمدانونه ایستلي او نارینه موږکانو ته یې انتقال کړي.

راپور زیاتوي کله چې یې نارینه موږکانو ته تخمدانونه انتقال کړل، نو بیا یې په مصنوعي ډول حامله کړل او پرته له دې چې له سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شي، د عملیاتو په مرسته یې صحت مند بچیان یې وزېږول.

ددې تجربو په پایله کې ساینسپوهانو له نارینه موږکانو لس بچیان وزېږول او اوس یې هڅه داده چې همدغه تجربې پر انسانانو ترسره کړي. د یادولو وړ ده چې دغه څېړنې د شنګهایي د نیول په طبي پوهنتون کې ترسره شوې.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …