کورپاڼه / روغتيا / ګرمکې یا ګرمي دانې ولې پیدا کېږي او څه ډول ترې ځان وساتو؟

ګرمکې یا ګرمي دانې ولې پیدا کېږي او څه ډول ترې ځان وساتو؟

د اوړي یا ګرمۍ په موسم کې په بدن راختونکې دانې، چې ګرمکې یا ګرمي دانې ورته وایي، ډېرې ځورونکې وي او په عموم کې ښځې او ماشومان له دې ستونزې سره ډېر مخ کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ګرمکې د سختې ګرمۍ په سبب رامنځته کېږي. کله چې د ګرمۍ څپې ډېرې شي نو داسې حس کېږي لکه بدن ته چې ستنې چوخېږي، چې ځینې خلک د ګرمۍ زور نه لري او ګرمکې پرې راخېژي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ګرمکې یا ګرمي دانې په ماشومانو کې ډېرې پیدا کېږي او په ځینو کسانو کې د خولو د تېزابیت په سبب دغه دانې راخېژي.

دوی زیاتوي چې له ګرمکو څخه د ځان ساتنې لپاره باید ډېرې زیاتې اوبه وڅښو، یعنې له هر نیم ساعت وروسته باید یوه پیاله اوبه وڅښو او ترڅنګ یې د هندواڼې، خټکي او جامن څخه ګټه پورته کړو.

روغتیایي کارپوهان د ځواني دانو په اړه وایي، هغه کسان چې ځواني دانې پرې راخېژي، د بکیاڼې تازه پاڼې ته دې اوبو کې واچوي او غسل دې پرې وکړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …