کورپاڼه / د لوبو راپورونه / محمد نبي د ویټالیټي بلاسټ په لومړۍ لوبه کې ۲۰ منډې  وکړې
محمد نبي

محمد نبي د ویټالیټي بلاسټ په لومړۍ لوبه کې ۲۰ منډې  وکړې

د کرنټین پای ته رسېدو وروسته محمد نبي تېره ورځ د خپلې لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې په توپوهنه کې یې ۲۰ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې کومه ویکټ ترلاسه نه کړه، خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه چې د نارتهمپټن شایر او ډربي شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نارتهمپټن شایر د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

نارتهمپټن شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې ریکارډو واسکونسیلوس ۳۸، ګریم وایټ ۳۷، محمد نبي ۲۰ او ټام ټیلر هم ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډربي شایر له خوا مټ کریچلي، فین هوډسن او کونر مکیر ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۴۲ منډو هدف د ډربي شایر لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا لوس ډو پلای ۴۸ ناوسځېدلې او مټ کریچلي ۴۴ منډې وکړې. د نارتهمپټن له خوا ټام ټیلر، بین سیندرسن او وین پارنیل ۱-۱ ویکټ واخیستې. محمد نبي ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه لیس ډو پلای ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …