کورپاڼه / جالب / په هند کې د هغه سپي بریالي عملیات ترسره شول چې ډېر چاغ شوی و

په هند کې د هغه سپي بریالي عملیات ترسره شول چې ډېر چاغ شوی و

د هند په مهاراشتر ایالت کې ډاکترانو د یو سپي بریالي عملیات ترسره کړي، وایي چې دغه سپی په چاغښت اخته و.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه سپی د لیبرا ډور له نسل څخه و او ددې هیواد د پوني په ښار کې عملیات ځکه ترسره شول، چې وزن یې تر پنځوس کیلو پورې ډېر شوی او د ساه اخیستلو او تګ پرمهال له ستونزو سره مخ و.

د سپي څښتن وایي چې دغه سپی یې پنځه کاله وړاندې کور ته راوست، لومړی خو یې په کور او شاوخوا کې لوبې کولې، خو وروسته به ډېر ستړی کېده، چې بیا یې ډاکتر بوتلو.

دغه شخص وایي چې ډاکترانو ورته یو ډول درمل ورکړل، چې هره میاشت پرې لس زره روپۍ خرڅه راتله، خو ګټه یې ونه کړه او وروسته ورته معلومه شوه چې د سپیو د وزن کمولو لپاره هم عملیات ترسره کېږي.

سپیو عملیات کوونکی ډاکتر نریندر پردیشي وایي چې له د سپي له عملیاتو وروسته یې ورته تر یوې اوونۍ د چرګ ښوروا ورکوله، چې په دې سره یې پنځه کیلو وزن کم شو. نریندر زیاتوي چې د سپیو وزن باید تر شلو کیلو وي، خو دغه سپی تر پنځوس کیلو پورې و، چې په همدې سبب یې پنځه کاله عمر هم کم شو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …