کورپاڼه / جالب / پنځوس کلن شخص (۱۲۰۰) کیلومیتر سفر وکړ، ترڅو له دولس کلنې انجلۍ سره واده وکړي، خو کلیوالو ترې واده هېر کړ

پنځوس کلن شخص (۱۲۰۰) کیلومیتر سفر وکړ، ترڅو له دولس کلنې انجلۍ سره واده وکړي، خو کلیوالو ترې واده هېر کړ

د هند په بهار ایالت کې د یوه کلي خلکو په ګډه د یوې دولس کلنې ماشومې، چې له پنځوس کلن شخص سره یې واده کیده، مخنیوی وکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پنځوس کلن شخص ددې هیواد د راجستان ایالت د اجمیر ښار اوسیدونکې دی او ګوپال رام نومېږي.

راپورونه زیاتوي چې پنځوس کلن ګوپال رام له اجمیر څخه دولس سوه، څلور شپېته کیلو میتره سفر وکړ او د بهار ایالت د سیتا مړي ولسوالۍ ته د واده لپاره ورغی.

راپورونه وایي کله چې ګوپال رام د واده د زلمي په جوړه کې د دولس کلنې انجلۍ د وړلو لپاره ورغی، نو کلیوال پرې راخبر شول. کلیوالو ګوپال رام ونېوه او دومره یې وواهه چې له سر څخه یې د واده پیریان ښکته شول.

راپورونه زیاتوي چې کلیوال پنځوس کلن د واده زلمی پولیسو ته په لاس ورکړی او هغوی هم له نوموړي سره له قانوني چلند څخه کار اخیستی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …