کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د یوې ماشومې پوښتنې بې ځوابه کړ. ماشومې له ماکرون څخه وپوښتل چې له څپېړې خوړلو وروسته دې طبیعت څنګه دی.

د فرانسوي ورځپاڼې (لي فیګارو) د راپور له مخې ویل کېږي، چې تېره ورځ ددې هیواد ولسمشر ایمانویل ماکرون د بواټس ډي پکارډې ښارګوټي د یو ښوونځي لېدو ته ورغلی و.

راپور زیاتوي چې د ماکرون دغه سفر په ژوندۍ بڼه هم خپرېده، چې په دې دوران کې د ښوونځي یوې زده کوونکې له نوموړي پوښتنه وکړه چې:((جناب ولسمشره! تاسې له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوئ او ستاسو طبیعت څنګه دی.))

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ماشومې د پوښتنې په ځواب کې ورته مسکی کېږي او ځواب ورکوي چې زه بالکل ښه یم، خو په څپېړه وهل ساتېرس نه وي او دا ښه کار نه دی.

نوموړی ماشومې ته زیاتوي چې کوم چاته دغه ډول څپېړه ورکول هیڅ ښه نه وي، حتی تر دې چې د ښوونځي په انګړ کې دغه ډول کړنه سمه نه وي او چا چې زه په څپېړه ووهلم هغه روغ یا ښه نه و.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …