کورپاڼه / خبرونه / کرسټیانو رونالډو پر ټولنیزه رسنۍ تاریخ جوړ کړ

کرسټیانو رونالډو پر ټولنیزه رسنۍ تاریخ جوړ کړ

د فوټبال د نړۍ مشهور پرتګالي لوبغاړي کرسټیانو رونالډو پر ټولنیزه رسنۍ د خپل شهرت بیرغ ورپاوه او تاریخ یې جوړ کړ.

پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام د کرسټیانو رونالډو په رسمي اکونټ د هغه د مینوالو شمېر له درې سوه میلونو څخه واوښت، چې له دې وروسته نوموړی پر انستاګرام هغه شخص شو چې ترټولو ډېر مینوال لري.

په دې نوملړ کې لومړنی اکونټ چې ترټولو ډېر مینوال لري، هغه د انستاګرام خپل رسمي اکونټ دی، خو په دویم نمبر کې بیا کرسټیانو رونالډو ځای لري، خو که چېرته د اشخاصو په اړه خبرې کوو نو رونالډ لومړنی شخص دی چې له درې سوه میلونو زیات مینوال لري.

که چېرته د نوموړي د انستاګرام اکونټ وکتل شي نو لیدل کېږي چې تر اوسه یې له درې زرو ډېر پوسټونه کړي او ترڅنګ یې یوازې څلور سوه، شپږ اویا کسان تعقیب کړي.

د یادولو وړ ده چې کرسټیانو رونالډو څو ورځې وړاندې په خبري کانفرانس کې له خپلې مخې د کوکا کولا بوتلې لېرې او پرځای یې د اوبو څښلو لارښوونه وکړه، چې په دې ډول یې یاد شرکت ته څلور میلیارده ډالر تاوان واړوو.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …