کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ټیسټ چمپین شیپ لوبو پایلوبه: نیوزیلینډ پچه ګټلې او توپ اچونه کوي

د ټیسټ چمپین شیپ لوبو پایلوبه: نیوزیلینډ پچه ګټلې او توپ اچونه کوي

د نړیوالو ټیسټ لوبو د چمپین شیپ په پایلوبه کې د  نیوزیلینډ ملي لوبډلې پچه ګټلې او د توپ اچونې پرېکړه یې کړې ده.

دغه لوبه چې باید تېره ورځ د جولایۍ په ۱۸ مه نیټه پیل شوې وه، خو د باران په سبب لوبڅارانو پرېکړه وکړه، چې لومړۍ ورځ دې لوبه وځنډېږي.

د هند د لوبډلې نوملړ یا سکواډ:

په دې لوبه کې د هند له لورې روهیت شرما، شبمان ګیل، چیټشور پوجارا، ویرات کوهلي (کپتان)، اجنکیا رهاني، رشیب فنټ (ویکټ ساتونکی)، رویچندران اشوین، رویندرا جدیجا، محمد شامي، اشانت شرما او جسفریټ بومرا لوبېږي.

د نیوزیلینډ د لوبډلې نوملړ یا سکواډ:

د نیوزیلینډ له لورې ټام لیتم، ډیون کانوي، کین ویلیمسن (کپتان)، روس ټایلر، هینري نیکولس، بي جی واتلینګ (ویکټ ساتونکی)، کولین دي ګرانډوم، کیلي جیمیسن، نیل واګنر، ټام سوتي او ټرینټ بولټ لوبېږي.

د یادولو وړ ده چې ګټونکې لوبډله به ۱.۶ میلونه ډالر ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې دویمه لوبډله نیمایي یعنې ۸ لکه ډالر جایزه ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …