کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې په یوځای یې د لسو ماشومانو د زېږون ادعا کړې وه، نېول شوې

هغه ښځه چې په یوځای یې د لسو ماشومانو د زېږون ادعا کړې وه، نېول شوې

څه موده وړاندې د سویلې افریقا یوې اوسیدونکې ادعا کوې وه، چې د عملیاتو په مرسته یې لس ماشومان زېږولي، خو ادعا دروغ ثابت شوې او ښځه د پولیسو له لورې ونېول شوه.

دغه میرمن چې سیتول ګوسیامي نومېږي او اوه دیرش کاله عمر لري، څو ورځې وړاندې یې ادعا وکړه، چې اوه هلکان او درې انجونې یې زېږولي.

د العربیه ډاټ نیټ د راپور له مخې ویل کېږي چې سیتول ګوسیامي بالکل حامله نه وه او څو اوونۍ وړاندې یو ځایي روغتون ته د رواني ناروغۍ د درملنې په موخه تللې وه.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ګوسیامي د دوکې ورکونې او دورغو ویلو په تور نېول شوې. بل لوري ته د جنوبي افریقا د ګواټنګ سیمې چارواکې هم د لسو ماشومانو د زېږېدو خبر ردوي او وایي چې په یو روغتون کې هم په یو ځای د لسو ماشومانو د زېږېدو پېښه نه ده واقع شوې.

د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم د ګوسیامي خاوند پخپلې ښځې تور پورې کړی و، چې میرمنې یې ترې اولادونه پټ کړي او اړیکه هم ورسره نه نېول کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …