کورپاڼه / جالب / ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه زېری دی او که چېرته ماشوم ونه ژاړي نو بد زېری ورته ویلی شو، ځکه چې د ماشوم ژړا د هغه د ژوند نښه او نه ژړا یې د مړینې خبر ورکوي.

خو پوښتنه داده چې ماشوم ولې ژاړي؟ ساینس وایي کله چې ماشوم وزېږېږي نو سږي یې د ایمیوټیک فلیوډ څخه ډک وي، دا هغه اوبه دي چې ماشوم د مور په رحم کې خوندي ساتي او سږو ته د اکسیجن په رسونې کې مرسته کوي

نو کله چې له زېږون وروسته ماشوم په زور سره ژاړي نو له سږو یې د فلیوډ ماده په تېزۍ سره خارجېږي او ماشوم ددې وړ ګرځوي ترڅو پخپله ساه واخلي او ژوند وکړي.

یعنې ډاکتران د ماشوم ژړا د هغه د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینه او مهمه ګڼي، ځکه که چېرته د فلیوډ مایع یا ماده له سږو څخه ونه وځي نو د ماشوم ژوند له خطر سره مخ کوي.

یا په بله وینا د ماشوم له زېږون وروسته هغه داسې چاپیریال نه پیدا کېږي چې هغه دې د مور د ګېډې په څېر ګرم او اکسیجن دې په هماغه ډول ور ورسېږي نو کله چې د فلیوډ مایع خارجه شي نو ماشوم بالکل صحت مند شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …