نن ورځ غواړم چې یوه داسې نسخه درته وښیم چې په مرسته یې کمزوري ختمېږي، د کلسیمو له کمښت سره نه مخ کېږئ، د ملا له درد څخه به خوندي یئ، دفاعي سیستم به مو پیاوړی وي او له وایروسي ناروغیو به په امان وئ.
لومړی د بادامو په اړه خبرې کوو، د بادامو په اړه ویل کېږي که چېرته وخت ناوخت وږي کېږئ نو یو موټي بادام راواخلئ او و یې خورئ. دغه خوراکی توکی جوړه نه لري او بدن ته پنځلس غذایي توکي ور په برخه کوي.
د بادامو مهم غذایي توکي عبارت دي له ویټامین اي، میګنیزیم، اوسپنې او پوتاشیم څخه. روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه مېوه د زړه لپاره ګټوره ده، د ګلوکوزو کچه منظموي او ورځنی استعمال یې وزن کموي.
ددې ترکیب دویم توکی د کوپرې تېل دي، چې د روغتیا اړوند ډېرې زیاتې ګټې لري، د سپور پوستکي درملنه کوي او که چېرته د لېمو اوبه ورسره ګډې شي نو د پوستکي سپوروالی ختموي.
همدغه راز دغه تېل د درد په کمولو کې ګټور تمامېږي او هغه کسان چې د هډوکو او بندونو له درد سره مخ وي، د کوپرې تېل ورته ګټور وي. نو له پورته توکو څخه یو ترکیب جوړ کړئ او په استعمال سره یې ذکر شوې ګټې ترلاسه کړئ.