کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مولانا عبدالعزیز: مفتي عزیزالرحمان دې د مینار پاکستان نه ښکته راوغورځولی شي
مفتي عزیزالرحمان او مولانا عبدالعزیز

مولانا عبدالعزیز: مفتي عزیزالرحمان دې د مینار پاکستان نه ښکته راوغورځولی شي

د پاکستان د سور جومات (لال مسجد) او مدرسې مشر مولانا عبدالعزیز وايي، چې مفتي عزیز الرحمان دې د مینار پاکستان (په لاهور کې د پاکستان یو ډېر اوچت څلی) څخه راوغورځول شي.

د مولانا عبدالعزیز یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، چې هغه پکې په خپل جومات کې تقریر کوي. نوموړی په خپلو خبرو کې وايي، چې د مفتي عزیزالرحمان ویډیو هغه او نورو عالمانو کتلې ده، او د دې لپاره یې کتلې ده، چې حقایق یې معلوم کړي.

هغه وايي، چې د دغه ویډیو له کتلو وروسته او هغه او نورو عالمانو ومنله، چې مفتي عزیزالرحمان په خپل پوره هوش کې دی او له دغه هلک سره دا کار کوي، نو باید چې سزا وویني.

مولانا عبدالعزیز زیاتوي، لومړی دې به ټول پاکستان کې شرعي نظام ولګول شي او له هغه وروسته دې مفتي عزیزالرحمان ته سزا ورکړل شي، د سزا خو ډېر ډولونه دي، خو زما غوښتنه دا ده چې د مینار پاکستان څخه دې ښکته راوغورځولی شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د مولانا عبدالعزیز په دې ویډیو هم بېلا بېل بحثونه کېږي او ځینو خلکو ورته بیا لیکلي دي، چې مولانا عبدالعزیز له سزا څخه مخکې په ټول پاکستان کې د شرعي نظام راوستلو شرط ایښی دی، یعنې هغه هم غواړي چې مفتي عزیزالرحمان ته دې هېڅ هم ونه ویل شي.

د یادولو وړ ده چې د لاهور د یوې مدرسې شېخ الحفیظ مفتي عزیز الرحمان چې د جمعیت علما اسلام ګوند ایالتي مرستیال هم دی، له یو هلک سره په جومات کې جوړې کړې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، چې د یادو ویډیوګانو له خپرېدو وروسته هغه له مدرسې او ګوند څخه ویستل شوی دی. همدا راز پولیسو پرې دوسیه هم جوړه کړې ده او اوس د دغه ملا په لټه کې دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …