کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ هغه اداکاران چې په کرایي کورونه کې اوسېږي

د بالیووډ هغه اداکاران چې په کرایي کورونه کې اوسېږي

د بالیووډ د فلمونو ځینو مشهورو ستورو د خپلې اداکارۍ یا هنر په ذریعه د بې شمېره مینوالو په زړونو کې کورونه جوړ کړي، خو په دوی کې ځینې داسې دي چې د ممبۍ په ښار کې په کرایه اپارتمانونو کې ژوند کوي، چې دلته به در وپېژنو:

کترینا کیف

له کله راهیسې چې کترینا کیف په بالیووډ کې له (ویلکم) فلم څخه خپل کیریر پیل کړی، له هماغه راهیسې په کرایه اپارتمان کې اوسېږي او په میاشتني ډول ۱.۵ میلونه کرایه ورکوي.

هریتک روشن

هریتک روشن له (کهو نا پیار هی) فلم څخه یې په بالیووډ کې کیریر پیل شوی، نوموړی هم په کرایه شوي اپارتمان کې اوسېږي او ترڅنګ یې د اکشي کمار بنګله ده. هریتک روشن په میاشتني ډول اته لکه، پنځه ویشت زره کرایه ورکوي.

جیکلین فرنینډیس

جیکلین فرنینډیس چې یوه سریلانکایي هندي اداکاره ده، د خپل کیریر پیل یې له عمران هاشمي سره (مډر) فلم څخه کړی، نوموړې په ممبۍ کې په کرایه اوسېږي او د میاشتې شپږ لکه او اته اویا زره روپۍ ورکوي.

سني لیون

کله اداکاره یا هنرمنده سني لیون بالیووډ ته راغله، نو د استوګنې ځای یې نه درلود، اداکارې سیلنا جیټلي یې ستونزه حل کړه او په کرایه اپارتمان ورته پیدا کړ، خو اوس یې په یو سلو، شپېته میلونه د امیتاب بچن ترڅنګ کور واخیست.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …