کورپاڼه / خبرونه / کریم جنت هم په کابل کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ سره یو ځای شوی
کریم جنت

کریم جنت هم په کابل کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ سره یو ځای شوی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړی کریم جنت تازه په کابل کې د ملي لوبډلې لوبغاړو د تمریناتي کمپ سره یو ځای شوی دی.

له یوې اونۍ زیات وخت وشو، چې په کابل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو تمریناتي کمپ روان دی، کله چې دا کمپ پیل شو، نو کرکټ بورډ وویل، چې ۳۰ لوبغاړي پکې شامل دي، خو دوی یې نومونه له رسنیو سره شریک نه کړل.

له هغه وروسته یو شمېر نور ځوان لوبغاړي هم په دغه کمپ کې شامل شو، اوس تازه کریم جنت هم له یاد کمپ سره یو ځای شوی دی، چې اوس به د دې کمپ د لوبغاړو شمېر څو ته رسېدلی وي، په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

د کریم جنت په اړه ځینو سرچینو ویلي و، چې هغه په پېښور کې دی او هلته یې خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړې ده او په کابل کې د کرکټ بورډ له خوا په لاره اچول شوي تمریناتي کمپ کې یې برخه نه ده اخیستې.

خو کرکټ بورډ نن تازه عکسونه خپاره کړي دي او په هغې کې کریم جنت هم په یو عکس کې لیدل کېږي، چې په تمریناتي کمپ کې یې برخه نه ده اخیستې، خو کرکټ بورډ یې په اړه څه نه دي ویلي، چې کله له تمریناتي کمپ سره یو ځای شوی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …