کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ایا مارشال دوستم د بېهوشۍ په حالت کې ترکیې ته انتقال شوی؟
دوستم

ایا مارشال دوستم د بېهوشۍ په حالت کې ترکیې ته انتقال شوی؟

ځینو سرچینو د مارشال عبدالرشید دوستم په اړه ویلي دي، چې د هغه روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی او هغه په یوه چارټر الوتکه کې له افغانستان څخه ترکیې ته د بېهوشۍ په حالت کې لېږدول شوی دی، تر څو هلته یې درملنه وشي.

د دغه سرچینې په وېنا، د دوستم د حالت له خرابېدو وروسته له ترکیې څخه د مرستې غوښتنه شوې وه، چې ترکیې بیا یوه چارټر الوتکه راولېږله، خو دغه الوتکه په ازبکستان کې ناسته وکړه او له شبرغان څخه دوستم په دوه هیلیکوپټرو کې د بېهوشۍ په حالت کې ازبکستان او له هغه ځایه بیا ترکیې ته ولېږل شو.

مارشال دوستم چې له مخکې نه یې د شکر ناروغي لرله، په اړه یې ویل کېږي چې د کورونا په ناروغۍ اخته شوی دی او ښايي دا ورته سخته تمامه شي.

خو پژواک خبري اژانس بیا د دوستم د مطبوعاتي دفتر د ویاند له قوله لیکلي دي، چې مارشال دوستم ترکیې ته په یو رسمي سفر تللی دی او د ناروغۍ په اړه معلومات یې سم نه دي.

نوموړي همدا راز ویلي دي، چې مارشال دوستم وخت نا وخت ترکیې ته ځي، همدا راز هلته خپل چیک اپ هم کوي، کېدای شي چا په کوم روغتون کې لیدلی وي او د هغې له امله په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د ناروغۍ په اړه خبرونه خپاره شوي و، خو داسې هېڅ هم نشته دی.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …