کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کراچۍ د کوټې لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، د لاهور بخت به هم نن معلوم شي
نجیب الله ځدراڼ

کراچۍ د کوټې لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، د لاهور بخت به هم نن معلوم شي

د کراچۍ کنګز ښه توپوهنه ترسره کړه چې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، دا لوبه د لاهور قلندرز لپاره هم ډېره مهمه ده، ځکه که کوټې وګټله، خو لاهور مخکې ځي او که کراچۍ وګټله، بیا به نو په نېټ رن رېټ باندې پرېکړه کېږي چې کومه لوبډله مخکې لاړه شي.

د پاکستان سوپر لیګ (۲۹مه) لوبه د کراچۍ کنګز او کوټې ګلیډیټرز ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې کراچۍ کنګز پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې شرجیل خان ۴۵، دانش عزیز ۴۵، چاډویک والټڼ ۳۴ ناسوځېدلې او بابر اعظم ۲۳ منډې وکړې، همدا راز نجیب الله ځدراڼ هم ۱۲ منډې ترلاسه کړې.

د کوټې ګلیډیټرز له خوا بیا عارش علي خان ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول، همدا راز عبدالناصر او خرم شهزاد هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې د کوټې ګلیډیټرز لوبډله د مخکې تګ پړاو څخه بهر شوې ده، اسلام اباد، ملتان او پېښور بل پړاو ته تللي دي او دا لوبه به د کراچۍ یا لاهور د مخکې تګ پرېکړه وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …