کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دانش عزیز د پاکستان سوپر لیګ کې ستر ریکارډ جوړ کړ
دانش عزیز

دانش عزیز د پاکستان سوپر لیګ کې ستر ریکارډ جوړ کړ

د کراچۍ کنګز لوبډلې الراونډر لوبغاړي دانش عزیز په نننۍ لوبه کې په یو اور کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ، چې د پاکستان سوپر لیګ په تاریخ کې تر دې مخکې دومره زیاتې منډې کوم توپوهونکي نه وې ترلاسه کړې.

د پاکستان سوپر لیګ کې نن کراچۍ کنګز له کوټې ګلیډیټرز سره لوبه کوي. د لوبې په ۱۹م اور کې چې کله ویلدرموت توپ اچونه ترسره کوله نو دانش عزیز توپوهنې ته ولاړ و.

هغه په لومړي توپ څلوریزه، ورپسې په څلورو توپونو شپږیزې ووهلې چې ۱ پکې نو بال هم وشو، په ورپسې دوه توپونو یې ۲-۲ منډې ترلاسه کړې او په دې سره یې په یو ۱ اور کې ۳۳ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان سوپر لیګ په تاریخ کې په ۱ اور کې کوم توپوهونکي ۳۳ منډې نه وې ترلاسه کړې او نوموړي دا ریکارډ جوړ او په خپل نوم کړ.

دانش عزیز په دې لوبه کې د ۵ شپږیزو او ۲ څلوریزو په وهلو سره په ۱۳ توپونو ۴۵ منډې وکړې او د کراچۍ کنګز لوبډلې منډې یې ۱۷۶ ته ورسولې. کوټه ګلیډیټرز اوس د ۱۷۷ منډو هدف په تعقیب توپوهنه کوي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي

په انګلستان کې د (دي هنډریډ) سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي، چې نن …