کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو په نکاح ځای) په یو وخت کې له دوو انجونو سره واده وکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه قبایلي ځوان ارجن نومېږي، په دې وروستیو کې د بي ایډ زده کړې بشپړې کړي او اوسمهال د سیالۍ ازموینې لپاره په تیاري بوخت دی.

راپور زیاتوي چې ارجن پر خپلو، خپلوانو دوو انجونو مئین شوی و، چې یوه انجلۍ اوشا رانۍ او بله سریکا نومېږي او له دواړو سره یې له تېر کال راهیسې اړیکه لرله.

څو ورځې وړاندې کله چې د ارجن کورنۍ د هغه د واده خبره وکړه، نو ارجن ورته وویل چې له دواړو انجونو سره واده کوي، کورنۍ یې ومنله او د انجونو والدین یې هم راضي کړل او د جون په څوارلسمه نیټه یې پر یو وخت له دواړو سره واده وکړ.

د ځایي سیمې یو مشر وایي چې د هند په قبایلي سیمو کې دوه ـ دوه ودونه کول عام خبره ده، خو د دوی په کلي کې دا لومړی ځل دی چې دغه ډول کار وشو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …