کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی شو چې د خپلو ماشومانو رواني روغتیا او بوختیاوو ته پام وکړو؟

څه ډول کولی شو چې د خپلو ماشومانو رواني روغتیا او بوختیاوو ته پام وکړو؟

د کورونا وایروس د وبا پرمهال ټول ښوونځي او بهرني فعالیتونه په ټپه درېدلي، چې په همدې سبب ماشومان هم تر ډېره په کور وي، خو والدین ورڅخه شکایت لري، دلته اړینه خبره داده چې څه ډول د ماشومانو غوسه کنترول کړو او د ذهني روغتیا خیال یې وساتو.

روغتیایي کارپوهان وایي د کورونا وبا په سبب د ماشومانو روټین یا معمول تر ډېره زیانمن شوی چې په همدې سبب یې په طبیعت کې غوسه او ضد کونه ډېره شوې.

نو په دې حالاتو کې والدینو ته پکار ده چې د خپلو ماشومانو لپاره یو مهالویش جوړ کړي او په هغې کې دې دې زده کړو، لوبو، موبایل/کمپیوټر/تلویزون، بهر ته تګ او تخلیقي فعالیتونه شامل کړي.

له ماشومانو سره داسې چلند غوره نه کړئ چئ په بشپړ ډول یې کنترول کړئ او د هغوی احساساتي او رواني اړتیاوې له پامه وغورځوئ. نو که داسې وشي نو دغه ډول ماشومان له والدینو لېرې کېږي او په احساساتي ډول کوم بل ځای سره اړیکه پیدا کوي چې دا د روزنې خطرناک ډول دی.

په دې ډول د ماشومانو ترمنځ کینه، حسد او رقابت پیدا کېږي، چې لوی لامل یې والدین دی، یعنې یو اولاد ته پر بل اهیمت ورکوي، نو که چېرته ماشومانو سره جنجال وکړ نو والدین نه باید د یو لوري طرفداري وکړي، بلکې له دواړو اړخونه سره باید نرم چلند وکړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …