کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهور ریسلر انډرټیکر، اکشي کمار ته چیلنج ورکړ

مشهور ریسلر انډرټیکر، اکشي کمار ته چیلنج ورکړ

پخواني امریکایي ریسلر یا پهلون دی انډرټیکر د بالیووډ د فلمونو مشهور ستوري اکشي کمار ته د سیالۍ کولو چیلنج ورکړ.

اکشي کمار د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر د خپل فلم (کیلاړیو کا کیلاړي) د خپرېدو د پنځه ویشتو کلونو په بشپړېدو یو پیغام پرېښی.

اکشي کمار ویلي چې په دې فلم کې برین لي د دی انډر ټیکر رول لوبولی او ترڅنګ یې یو ګرافیکي تصویر هم خپور کړی او لیکلي یې دي، چا چې انډرټیکر ته ماتي ورکړې وي، هغوی دې لاس پورته کړي.

په دې تصویر کې د بروک لیسنر، رومن رینز او تریپل ایچ عکسونه هم شته، خو ترڅنګ یې د اکشي کمار عکس هم موجود دی، یعنې د اکشي کمار مطلب دادی چې نوموړي هم انډرټیکر ته ماتي ورکړې.

 

خو بل لوري ته د اکشي کمار ټویټ انډرټیکر په غوسه کړی او په غبرګون کې یې ورته د فایټ چیلنج ورکړی او ویلي دي چې:((اوس تاسې ووایئ چې بیا د حقیقي لپاره کله تیار یې.)) د اکشي پر ټویټ د دواړو ستورو د مینوالو له لورې په زړه پورې تبصرې روانې دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …