کورپاڼه / هنر او کلتور / د هېواد وتلی او مشهور هنرمند عبدالله مقري د کورونا ناروغۍ له وجې مړ شو
عبدالله مقري

د هېواد وتلی او مشهور هنرمند عبدالله مقري د کورونا ناروغۍ له وجې مړ شو

د افغانستان وتلی، نومیالی او په هېواد میین هنرمند عبدالله مقري نن سهار د کورونا ناروغۍ له امله مړ شو. د هغه مړینه د هغه زوی میر خان تایید کړه. انا لله و انا الیه راجعون.

عبدالله مقري له تېرو دوه اونیو راهیسې د کابل په یو روغتون کې بستر و، هغه د کورونا ناروغي لرله او له تېرو څو ورځو راهیسې د هغه ناروغي سخته شوې وه، چې په وینټیلاټور باندې پروت و.

د عبدالله مقري زوی او ځوان سندرغاړي میر خان د خپل پلار مړینه تایید کړې ده او په خپله فېسبوکپاڼه کې یې په دې اړه یو پوسټ هم کړی دی.

هغه په خپل پوسټ کې لیکلي دي: ((انا لله و انا اليه راجعون، د هېواد وتلې څهره، نوميالی هنرمند او زما پلار عبدالله مقري نن د حق داعي ته لبيک ووايه!))

میر خان

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((اغاجانه که هر څو هڅې مو وکړې بیا هم ولاړې هه؟ بس چي ځې نو مونږ د خدای په کارونو کي ستا روح ته له دعا پرته نور څه کولای سو؟ موږ بې وسه یو. الله دی هغه دنیا درته ښایسته کړه.))

هغه مخکې وايي: ((غم دی ډېر دروند دي اغاجانه، په ملا دی غوټ مات کړم ته زما اتل زما د سر تاج او د دی غریب ملت د دردونو اواز وې. ته نه هېریدونکی یې زما ویاړه.))

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …