کورپاڼه / جالب / د هند په آسام کې ترټولو ډېر وزن لرونکی ماشوم پیدا شوی

د هند په آسام کې ترټولو ډېر وزن لرونکی ماشوم پیدا شوی

د هند په آسام ایالت کې یو داسې ماشوم پیدا شوی، چې د ۵.۲ کیلو ګرامه وزن په درلودلو یې ریکارډ جوړ کړی.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هند په آسام ایالت کې ۵.۲ کیلو ګرامه وزن لرونکی داسې ماشوم پیدا شوی، چې ډاکتران یې په اړه وایي چې په دې ایالت کې له مور پیدا شوی ترټولو ډېر وزن لرونکی ماشوم دی.

ډاکتران زیاتوي چې یاد ماشوم زېږون له خپل ټاکلي وخت څخه څو ورځې وروسته وشو، خو داسې فکر نه کېده چې دومره ډېر وزن به ولري.

دوی وایي چې زموږ د معلوماتو پر اساس په آسام کې هغه ماشوم دی چې له پیدایښت سره ترټولو ډېر وزن لري او ریکارډ یې جوړ کړی او له دې وړاندې د یو پیدا شوي ماشوم وزن تر څلور کیلو پورې ریکارډ شوی و.

د یادولو وړ ده چې په آسام کې د پیدا کېدونکې ماشوم اوسط وزن دوه نیمې کیلو وي، خو ددغه ماشوم پلار وایي چې دا یې دویم ماشوم دی چې له پیدایښت سره ډېر وزن لري او لومړني ماشوم یې مور زادي څلور کیلو وزن درلود.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …