کورپاڼه / اسعار / ۳۰ جوزا ۱۴۰۰: ډالر د افغانیو پر وړاندې بیا پورته شو
د ډالر تازه بیه ۲۰ جون ۲۰۲۱

۳۰ جوزا ۱۴۰۰: ډالر د افغانیو پر وړاندې بیا پورته شو

ډالر چې دوه ورځې لس لس پوله راټیټ شوي و، یو ځل بیا پورته شوي دي او د تازه نرخ له مخې، ۱ امریکايي ډالر اوس په ۷۸.۷۰ افغانۍ دی.

د سرای شهزاده د نن (۳۰ جوزا ۱۴۰۰ \ ۲۰ جون ۲۰۲۱) یکشنبې ورځې د تازه معلوماتو له مخې، ۱ امریکايي ډالر ۲۰ پوله پورته شوی دی، چې اوس ۱ امریکايي ډالر به ۷۸.۷۰ افغانۍ دی.

د تېرې چارشنبې او پنجشنبې په ورځ د ډالر په نرخ کې ۱۰-۱۰ پوله ټیټوالی راغلی و، خو نن بېرته په یوه ورځ کې ۲۰ پوله پورته شوی دی.

همدا راز د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۰.۷۷ افغانۍ، ۱ یورو په ۹۳.۴۰ افغانۍ، ۱ انګلیسي پاونډ په ۱۰۷ افغانۍ، د سویس ۱ فرانک په ۸۴.۱۰ افغانۍ، د اسټرالیا ۱ ډالر په ۵۸ افغانۍ او د کاناډا ۱ ډالر په ۶۲ افغانۍ دی.

د پاکستان ۱۰۰۰ کلدارې په ۴۹۵ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۵ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ کلدارې په ۱۰۶۵ افغانۍ او د ترکیې ۱ لېره بیا په ۹.۶۰ افغانۍ ده.

د بحرېن ۱ دینار په ۱۹۸ افغانۍ، د قطر ۱ ریال په ۱۹.۷۰ افغانۍ، د کویټ ۱ دینار په ۲۵۵ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۲۰ افغانۍ دی.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …