کورپاڼه / خپلواک / هندۍ فلمي ستورې د سهار لمانځه په اړه ښکلی پېغام خپور کړی
راکي ساونت

هندۍ فلمي ستورې د سهار لمانځه په اړه ښکلی پېغام خپور کړی

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ نومبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو اداکارې راکي ساونت په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې يوه ويډیو خپره کړې ده، چې پکې د سهار د لمانځه په اړه پېغام ورکړل شوی دی.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، راکي ساونت چې د هندي سينما يوه بې باکه اداکاره ده او د خپلو بې باکه خبرو له امله ډېری وخت د خلکو تر نيوکو لاندې هم راځي، ځکه په لومړي وزير نريندرا مودي هم له نيوکو نه په شا کېږي، تازه يې په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې د سهار لمانځه په اړه پکې پېغام ورکړل شوی دی.

په دغه ويډیو کې چې راکي ساونت په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، يو کس پکې د سهار د لمانځه اهميت بيانوي، هغه وايي چې يوې ښځې له يو عالم نه پوښتنه وکړه چې داسې څه وکړم چې خپل بچي له خواږه او ژور خوب نه د سهار لمانځه لپاره راپاڅوم؟

نو عالم ورته وويل، چې ته به هغه وخت څه کوې چې ستا په کور کې اور ولګي؟ ښځه ورته وايي چې زه به مې خپل بچي راويښوم. هغه ورته بيا وايي چې که چېرته دې بچي په خواږه او ژور خوب ويده وي نو بيا به څه کوې؟ ښځه ورته وايي چې له ګرېوانه به يې نيسم او په راښکلو به يې راويښوم او له اوره به يې ژغورم.

نو عالم ورته په خندا کې ځواب ورکوي او ورته وايي چې د دنيا د اور نه خپل بچي د ساتلو لپاره هغه له ګرېوانه راکاږې، نو د دوزخ له اوره د ساتلو لپاره هم بايد همداسې وکړې.

د دغه ويډيو سره راکي ساونت ليکلي دي، چې دا پېغام د ټولو لپاره دی، خدای همېشه يادوئ او مننه ترې کوئ. نوره ستاسې خوښه ده، خدای دې ټولو له عقل ورکړي.

 

View this post on Instagram

 

A Message sab ke leeye Hai es leeye hamesha God ko yaad kro unka shukriya kro baaki aap ki marzi Mera god sabko Wisdom de 🙏

A post shared by Rakhi Sawant (@rakhisawant2511) on

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …