کورپاڼه / خبرونه / ویراټ کوهلي ته ولې خلک په غصه دي؟
ویراټ کوهلي

ویراټ کوهلي ته ولې خلک په غصه دي؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ویراټ کوهلي ته له دې امله هندیان په غصه شوي دي، چې ولې یې د خبري ناستې پر مهال د کوکا کولا بوتلې له مخې لیرې نه کړې.

د یادولو ده چې د پرتګال مشهور فوټبالر کریسټیانو رونالډو څو ورځې وړاندې د یوې خبري ناستې پر مهال مخې ته پرتې د کوکا کولا بوتلې لیرې کړې او د هغې پر ځای یې اوبه خپلې مخې ته کېښودې. د نوموړي د دې کار له امله د کوکا کولا شرکت په ډېر لږ وخت کې ۴ میلیارده ډالره تاوان وکړ.

مشهور کرکټر ویراټ کوهلي بیا ځان د کریسټیانو رونالډو ستر مینه وال ګڼي، نوموړي چې تېره ورځ د ۲۰۲۱ کال د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې څخه مخکې خبري ناسته کوله، هم مخې ته یې د کوکا کولا بوتلونه پراته ول.

هندیانو د کریسټیانو رونالډو له دغه کار نه وروسته له ویراټ کوهلي څخه هم دا هیله لرله، چې هغه به د خبري ناستې پر مهال د کوکا کولا بوتلونه لیرې کړي او خلکو ته به ووايي، چې اوبه وڅښئ.

خو ویراټ کوهلي د خبري ناستې پر مهال یاد بوتلونه لیرې نه کړل، چې له هغه وروسته پرې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو نیوکې کړې دي، همدا راز ځینو کسانو ورته دا هم لیکلي دي، چې هغه د رونالډو اصل مینه وال نه دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …