کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امرخېل په ننګرهار کې د ماسک اچول جبري کړل
ضیا الحق امرخېل

امرخېل په ننګرهار کې د ماسک اچول جبري کړل

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل په یوه تازه پرېکړه کې په ننګرهار ولایت کې د ماسک اچول په خلکو باندې جبري کړي دي، تر څو د کورونا ویروس مخنیوی وشي.

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ننګرهار والي په مشرۍ د کورونا ویروس سره د مبارزې کمېټې پرېکړه کړې ده، چې په جلال اباد ښار کې به ټول ښاریان ماسک اچوي او که چا ماسک نه و اچولی نو د پولیسو له خوا به ورسره جدي چلند کېږي.

په دغه خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي دي، هغه موټر به جلال اباد ښار ته نه پرېښودل کېږي، چې پکې ناستو کسانو ماسکونه نه وي اچولي.

په دغه غونډه کې همدا راز اړوندو ادارو ته دا مسوولیت هم سپارل شوی دی چې په ښار کې دې له ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی وکړي، حالونه او سپورټي ځایونه دې وتړي او تر ۱۰ څخه زیات کسان دې په یو ځای کې راغونډېدو ته نه پرېږدي.

همدا راز د پوهنې او حج او اوقافو ریاستونو ته هم دنده سپارل شوې ده، چې ټول ښوونځي، مدرسې او تعليمي مرکزونه دې وتړي او په جوماتونو کې دې د ماسک اچول او ټولنیز واټن ساتل تطبیق کړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …