کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د ناروغیو د ابتدایي تشخیص لپاره انلاین وسیله تیاره کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې ګوګل تېره میاشت د مصنوعي ځیرکتیا په استعمال سره د انلاین وسیلې د تیارولو اعلان کړی، خو اوس یې د یادې وسیلې تر بشپړېدو پورې کارپوهانو اندیښنې څرګندې کړي.

ګوګل وایي چې د یادې وسیلې د تیارولو پر وخت د مصنوعي ځیرکتیا سیستم ته پنځه شپېته زره مختلف رنګونه، ستونزې او د ناروغیو تصویرونه ښودلي او له دریو کالو څېړنو وروسته یې یو داسې سیستم تیار کړی چې د سي ټي سکین په ډول کار کوي.

د پوستکي د ناروغیو کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې چې مصنوعي ځیرکتیا د انسان پوستکی په سم ډول نه پېژني او یوازې سپین، خړ او تور رنګونه پېژني خو سپین رنګ هم مختلفې درجې لري او په پایله کې غلطې پایلې راباسي.

که څه هم ګوګل دغه وسیله تیاره کړې خو تر اوسه یې د عامو خلکو د استعمال لپاره نه ده وړاندې کړې بلکې د حکومتونو او د روغتیا د اړوند ادارو له تایید وروسته به د استعمال وړ وګرځي، خو تر اوسه امریکا او نورو هیوادونو یې استعمال نه دی تصویب کړی.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …