کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې
راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور کرکټر راشد خان هم د خپل مرحوم پلار په یاد کې پوسټ کړی دی.

راشد خان د خپل پلار هغه عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی، چې نوموړی ورسره په ویډیو کال باندې خبرې کوي او هغه مهال يې چا عکس اخیستی دی، هغه مهال راشد خان د بیګ باش سیالیو کې لوبېده.

راشد خان د خپل پلار له دې عکس سره لیکلي دي: ((پلاره! ستا لارښوونې به تل له ماسره وي. له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې. ستا سره ویډیو کال مې یادېږي، ستا خبرې مې یادېږي. ډېره مینه درسره لرم. د پلار ورځ دې مبارک وي.))

د یادولو وړ ده چې راشد خان د خپل پلار د مړینې په وخت کې په افغانستان کې نه و او هغه د پلار جنازې ته هم راونه رسېد، چې د هغه له راتګ پرته یې د پلار جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

د راشد خان پلار او مور دواړه مړه دي او په خاصو ورځو باندې هغه د مور و پلار په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کوي اړ د هغوی یادونه راتازه کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …