کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول
اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ له امله د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړه، چې د هنر مینه وال او هنرمندان یې د غم په ټغر کېنول.

د عبدالله مقري په مړینه ولسمشر محمد اشرف غني هم د غمرازۍ څرګندونه کړې ده او ویلي یې دي چې هغه خلک د وطن ابادۍ او سوله یيز ژوند ته وهڅول.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((په ‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې پر وطن، وطنوالو، ژوند او هنر مئین ملي ، وطنپاله او حماسي هنرمند عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. انالله واناالیه راجعون))

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((ارواښاد عبدالله مقري د هیواد د ملي او نومیالي هنرمند په توګه ډېرکلونه له سوز او سازه ډکو زمزمو کې د وطن مینه، وطنپالنه، د هیوادوالو دردونه او ستونزې زمزمه کړې او د خپلو ملي او وطني سندرو له برکته د هیوادوالو او خپلو مینه والو په زړونو کې خاص ځای لري.))

د ولسمشر غني له خوا لیکل شوي: ((عبدالله مقري په هنري، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن ابادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالي روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هر ې سیمې، کور اوخپلو مینه والو ورسول، مړینه یې د افغاني هنر او موسیقۍ لپاره لویه ضایعه ده.))

ولسمشر غني د عبدالله مقري د کورنۍ، د افغانستان د هنرمندانو او هېوادوالو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړي دي او د هغه لپاره یې د فردوس جنت غوښتنه کړې ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …