کورپاڼه / هنر او کلتور / سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی.

نن ورځ په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او په دې موقع که له یوې خوا عام خلک له خپل پلار سره د مینې او محبت د څرګندولو بېلابېل پیغامونه خپروي له بلې لورې د نړۍ مشهور شخصیتونه هم دغه ورځ په ځانګړي ډول سره لمانځي.

چې په دې لړ کې د بالیووډ اداکارې سونم کپور د خپل پلار انیل کپور لپاره پر انستاګرام ځانګړی پوسټ کړی او د خپل پلار ښکلي او یادګاري عکسونه یې یوځای کړي او یوه لنډه ویډیو ورڅخه جوړه کړې.

نوموړې په سرلیک کې لیکلي:((کله چې تاسې له خپلو ډېر لېرې یئ نو بیا دغه ډول ورځ لمانځل درته ستونزمن کېږي.)) او مخکې یې لیکلي:((ما تل خپل پلار په فلمونو کې د هیرو یا اتل په توګه لېدلی، هغه له بدو خلکو سره جنګېده او نړۍ به یې ترې ژغورله.))

سونم کپور لیکي:((زما په نظر، دا زما ژوندی حقیقت دی، زما پلار په رښتیوني ژوند کې له اتل څخه کم نه دی، ځکه چې زما والد تل د یو اتل په څېر زموږ د خوښیو لپاره هڅه کړې.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sonam K Ahuja (@sonamkapoor)

نوموړې زیاتوي:((زه خپل ځان ډېره خوش بخته ګڼم، ځکه چې زما په ژوند کې دوه ځانګړي نارینه دي یو زما پلار او بل زما خاوند.)) او ترڅنګ خپل پلار د هغه د ورځې مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي:((ډېر زیات رایادېږي او د لېدو لپاره دې ناقراره یم.))

د یادولو وړ ده چې سونم کپور نه یوازې دا چې د اداکار انیل کپور لور ده بلکې هغه د بالیووډ له غوره اداکارانو څخه شمېرل کېږي او د غوره اداکارۍ جایزې یې هم اخیستې دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …