کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید: ما چې په دومره خوارۍ دا کومه کامیابي ترلاسه کړې، دا نعمت دی او که لعنت دی؟
اریانا سعید

اریانا سعید: ما چې په دومره خوارۍ دا کومه کامیابي ترلاسه کړې، دا نعمت دی او که لعنت دی؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې اریانا سعید وايي، چې له یوې لسیزې زیات وخت وشو، چې هغه له بېلا بېلو ستونزو سره لاس و ګرېوان ده، خو بیا هم د خدای شکر وباسي، خو دا ده چې تکلیف وررسوي.

هغې په ټولنیزو رسنیو کې یوه اوږده لیکنه کړې ده او ویلي یې دي، چې د هغې د هنري کیریر له یوولس نیمو کلونو څخه زیات وشو، چې هغه د غمونو، فشارونو، چېلنجونو، درواغو اوازو، تورونو، د ټولنیزو رسنیو له سپکاوي سره مخ ده، او دا هر څه اوس هم روان دي.

هغه وايي، چې په دې کې ځینې تش په نوم هنري څېرې هم شاملې دي چې په هغې ګوته پورته کوي، زه کله کله دا پوښتنه کوم چې دا زما استعداد او بریا چې ما په ډېره خوارۍ ترلاسه کړي دي، په اصل کې یو نعمت دی او که لعنت دی؟

اریانا سعید وايي، چې پرته له دې چې زه څومره قوي یم، خو زه بیا هم کرکه او کینه نه کوم او دا هر څه ډېر به صبر او خاموشۍ تېروم، هر څه نظر انداز کوم، ځکه زه پوهېږم چې زه بریالۍ یم، خو زما په زړه یو کې لوی داغ دی، چې ماته تکلیف راکوي، خو له خدای مې سوال دی چې نور صبر هم راکړي.

نوموړې همدا راز وايي، چې زه هیله منه یم چې خدای به شېطان ته په دې لوبه کې هېڅ کله هم بریا ورپه برخه نه کړي. زه د ډېرو شیانو لپاره د خدای شکرونه اداکوم چې ماته یې دومره زیات نعمتونه راکړي دي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …