خپلواک وېبپاڼه (۱۲ نومبر ۲۰۱۹): د ويسټ انډيز الراونډر کيرون پولارډ د کرکټ په نړۍ کې يو له خوش طبعو لوبغاړو څخه دی، خو نوموړي د افغانستان پر وړاندې په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې لوبڅار په دې مجبوره کړ چې د (نو بال) خپله پرېکړه په (ډېډ بال) بدله کړي.
په دریمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان چې کله توپوهنه کوله نو کيرون پولارډ توپ اچونې ته راغی، هغه چې يو توپ ترسره کاوه، نو د توپ پر مهال يې پښه له کرښې واوښته او لوبڅار په تېزه د (نو بال) چيغه کړه، خو په همدغه وخت کې نوموړي توپ له لاسه پرې نه ښود او د لوبڅار د (نو بال) پرېکړه يې په (ډېډ بال) بدله کړه، يعنې هېڅ توپ ترسره نه شو.
لوبڅار چې کله وليدل چې توپ ترسره نه شو، نو د خپل (نو بال) پرېکړه يې بېرته واخيسته او د (ډېډ بال) اشاره يې وکړه چې کمنټيټرانو هم د کيرون پولارډ په دې کار باندې وخندل.
Pollard😂 pic.twitter.com/1ncUxUZamE
— RedBall_Cricket (@RedBall_Cricket) November 11, 2019
کيرون پولارډ د افغانستان پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د ويسټ انډيزۍ لوبډلې لوبډلمشر هم دی، همدا راز د دوی لوبډلې د ۳ يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې افغان لوبډلې ته وايټ واش ماته ورکړه او پنځه کاله وروسته يې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې بريا خپله کړه.
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دریمه لوبه کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړی يې د افغانستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ويسټ انډيزۍ لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه، چې اصغر افغان پکې د ۸۶ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه.
ويسټ انډيز ياد هدف په ۴۹م اور کې د ۵ ويکټو په سوځېدو پوره کړ او د درې لوبو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. شای هوپ بيا ۱۰۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ترسره کړ. د يادولو ده چې په وروستي ځل ويسټ انډيز په ۲۰۱۴ کال کې بنګله دېش لوبډلې ته په لوبلړۍ کې ماته ورکړې وه.