کورپاڼه / روغتيا / آیا ستاسې د ویښتانو رنګ هم تغیر کوي؟ حللاره یې دلته ولولئ

آیا ستاسې د ویښتانو رنګ هم تغیر کوي؟ حللاره یې دلته ولولئ

آیا تاسې د خپلو ویښتو د رنګ له بدلون څخه اندیښمن یئ، نو که چېرته مو د ویښتو رنګ ورځ تر بلې بدلېږي د ستونزې د حل لپاره د ژوند په طرز او خوراکي توکو کې بدلون راولئ.

ترټولو لومړنی عنصر خوراک دی، چې معدني مواد او ویټامینونونه پکې شتون لري او دغه توکي د ویښتانو د پیاوړتیا او رنګ لپاره اړین وي، چې ویټامینونه یې عبارت دي له ویټامین بي ۱۲، ویټامین ډي، ویټامین اي او ویټامین ای څخه.

هغه معدني مواد چې ویښتانو په وده او جوړښت کې مهم رول لوبوي عبارت دي له زنک، فولاد، میګنیزیم، سیلینیم او زنک څخه.

همدغه راز که چېرته سګریټ څکوئ نو باید پوه شئ چې سګریټ څکونه هم ویښتانو ته زیان رسوي، کمزوري کوي او کوم طبیعي رنګ چې لري هغه ورته بدلوي.

او ترڅنګ یې خپل ویښتان د لمر له وړانګو وساتئ، د ږمنځې پرځای برش وکاروئ په ځانګړي توګه په لمدو ویښتانو ږمنځ مه وهئ او ترڅنګ د ویښتانو هر اړخېز خیال وساتئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …