کورپاڼه / جالب / په هند کې هغه پولیس ونېول شو، چې د ځان پرځای یې اوښی دندې ته لېږلی و

په هند کې هغه پولیس ونېول شو، چې د ځان پرځای یې اوښی دندې ته لېږلی و

د هند په مراد آباد سیمه کې یو پولیس چې انیل کمار نومېږي، خپل اوښي ته یې په کور کې د پولیسو اړوند روزنه ورکړې او د ځان پرځای یې دندې ته لېږلی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې کېږي چې یو نامعلوم شخص د انیل کمار پر وړاندې پولیسو ته خبر ورکړی او هغه یې سمدستي نېولی، پوښتنې ترې روانې دي خو اوښی یې تښتېدلی دی.

راپور زیاتوي چې انیل کمار په ۲۰۱۲ کال په ګورکپور سیمه کې دنده واخیسته او له روزنې وروسته مراد آباد ته ولېږل شو. نوموړي په مراد آباد کې خپل اوښی چې هلته اوسیده راوغوښت او د خپلو اسنادو کاپي راواخیسته او په جعلي توګه هغه مقرر کړ.

انیل کمار وړاندې له دې خپل اوښی د ځان پرځای دندې ته ولېږي، په کور کې یې روزنه ورکړه او د وسیلې د چلولو او د سلامۍ کولو ټولې روزنې ورکړې او هغه ته یې وسیله او اړین توکي هم ورکړل.

اوس انیل کمار پولیسو نېولي او پوښتنې یې ترې روانې کړي. پولیس وایي که چېرته له نوموړي سره په دې کار کې چا مرسته کړې وه د هغه پر وړاندې به هم قانوني چلند کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …