کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په فضاء کې د نړۍ په ترټولو ځواکمن دوربین کې ستونزه رامنځته شوې

په فضاء کې د نړۍ په ترټولو ځواکمن دوربین کې ستونزه رامنځته شوې

د امریکا فضایي ادارې ناسا ویلي چې د هبل په نوم فضایي تیلي سکوپ چې له دیرشو کلونو راهیسې د کایناتو مشاهده کوي، له تېرو څو ورځو راهیسې له خپلې سطحې ښکته شوی.

ناسا وایي چې دغه ستونزه د هغه پیلوډ کمپیوټر ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ خراب شو او له کاره ولوید، خو دوربین او نور شیان بالکل سم دي.

یاد اداره وایي:((په هبل دوربین کې د پیلوډ کمپیوټر مقصد د نورو آلو کنترول او له یو بل سره هماهنګي کول او د هغې څارنه کول دي.))

ناسا هڅه وکړه چې د پیلوډ کمپیوټر بیا کار پیل کړی خو ناکام شول. دوی وایي چې د کمپیوتر خرابي د حافظې د ماډیول په سبب رامنځته شوې او کله چې یې بیک اب حافظه ورته آن کړه نو هغې هم کار ور نه کړ.

د یادولو وړ ده چې هبل تیلي سکوپ په ۱۹۹۰ کال کار پیل کړ چې د ستور پېژندنې په نړۍ کې انقلاب رامنځته کړ او زموږ نظریې ته یې بدلون ورکړ. په میلونونو او میلیاردونو نوري کلونو لېرې یې د کایناتو په اړه مشاهده وکړه.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …