کورپاڼه / روغتيا / بادرنګ د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې مهم رول لوبوي

بادرنګ د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې مهم رول لوبوي

الله تعالی د هر یو توکي په جوړښت یوه نه یوه شفاء ضرور نغاړلي وي، خو دا ستونزه زموږ ده چې په اړه یې نه پوهېږو. نن ورځ مو هڅه کړې چې د بادرنګو په اړه یو څه در وښیو.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې بادرنګ پخپل جوړښت کې ویټامین کی لري، چې په همدې سبب د هډوکو د پیاوړتیا لپاره غوره ګڼل کېږي او د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي.

بادرنګ پخپل جوړښت کې ویټامین بي، پوتاشیم، میګنیزیم، په ډېره اندازه اوبه او ګڼ شمېر نور ویټامینونه او منرالونه لري، چې دغه توکي وینه له درېدو ساتي او د زړه او فلج مخنیوی کوي.

د بادرنګ یوه بله ګټه داده چې د پوستکي ګونځي ختموي او که چېرته د خولې د بدبویي لرئ نو د بادرنګ یوه ټوټه په خوله کې کېږدئ. همدغه راز که چېرته د بادرنګو په اوبو سره مخ ووینځل شي نو د مخ داغونه له منځه وړي.

او که چېرته د سترګو لاندې د بادرنګو ټوټې کېښودل شي نو د انټي اکسایدو په شتون سره د سترګو لاندې تورې حلقې ختموي. همدغه راز د شکر ناروغانو لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …