کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه: هند په ۲۱۷ منډو وسوځېد او نیوزیلېنډ توپوهنه کوي
نیوزیلېنډ او هند

د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه: هند په ۲۱۷ منډو وسوځېد او نیوزیلېنډ توپوهنه کوي

د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه چې نن یې دریمه ورځ ده، د هند ټوله لوبډله په ۲۱۷ منډو وسوځېده او اوس د نیوزیلېنډ لوبډله توپوهنه کوي.

دا لوبه چې په لومړۍ ورځ د باران له امله پیل نه شوه، په دویمه ورځ لوبه پیل شوه، چې نیوزیلېنډ د لوبې پچه وګټله او لومړی یې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د هند لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په دریمه ورځ ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۲۱۷ منډې یې وکړې، د دوی له ډلې اجینکی ریهانی ۴۹، ویراټ کوهلي ۴۴، شوبمن ګیل ۲۸ او روي چندرن اشوین ۲۲ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ له خوا کیلي جیمیسون ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ۵ لوبغاړي یې وسوځول، همدا راز نیل واګنر او ټرینټ بولټ ۲-۲ او ټیم ساوټي ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اوس د نیوزیلېنډ لوبډله خپله لومړۍ پاڼۍ ترسره کوي، چې کوم لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی او ۷۰ منډې یې کړې دي، دیون کانوی ۳۸ ناسوځېدلې او ټام لاتم ۳۰ ناسوځېدلې منډې کړې دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي

په انګلستان کې د (دي هنډریډ) سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي، چې نن …