کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې
محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په دې وتوانېدله، چې په خپله شپږمه لوبه کې لومړۍ بریا خپله کړي، محمد نبي بيا کومه ویکټ ترلاسه نه کړای شوه.

د ویټاليټي بلاسټ لوبو په لړ کې لیسټر شایر د نارتهمپټن شایر لوبډلې سره لوبه ترسره کړه، د لوبې په پیل کې لیسټر شایر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

لیسټر شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې جوش انګلیس ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ۴ شپږیزو او ۱۳ څلوریزو په مټ په ۶۲ توپونو ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز ارون لیلي ۴۴ او کولین اکرمن ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نارتهمپټن شایر له خوا ګریم وایټ او ټام ټیلر ۱-۱ ویکټ واخیستې. محمد نبي ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

د ۲۰۱ منډو هدف په تعقیب کې نارتهمپټن شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او د ۳۴ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه، لیسټر شایر بیا په خپله شپږمه لوبه کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د نارتهمپټن شایر له خوا روب کیګ ۵۰ ناسوځېدلې، محمد نبي ۳۲ او ریچارډ لیوي ۳۰ منډې ترلاسه کړې. د لیسټر شایر له خوا نوین لاحق، ګیوین ګریفیتس او کالم پارکینسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جوش انګلیس ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

محمد نبي

نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي

په انګلستان کې د (دي هنډریډ) سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي، چې نن …