کورپاڼه / جالب / په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی ښار موندلی دی، چې دا تر اوسه پورې له موندل شوو ښارونو څخه ترټولو لوی ښار دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په مصر کې درې زره کاله پخوانی ښار (ورک شوی طلایي ښار) موندل شوی، دغه ښار له میلاد څخه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۹۱ کاله وړاندې د فرغونیانو په دور کې د امین حوتب دریم پر وخت جوړ شوی و.

لرغون پېژندونکو د کېندنې پرمهال ګرانبیه ګاڼې، د خاورو رنګین لوښي او د مصریو د تعویذ ترڅنګ نور قیمتي توکي هم موندل شوي. همدغه راز خاورینې خښتې هم موندل شوي چې د امین حوتپ دریم مهر پرې ثبت شوی.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي له قاهرې څخه پنځه سوه کیلومیتره لېرې یو خوندي ښار د ځمکې لاندې موندل شوی او له دېوالونو او کوټو څخه ورځني شیان هم موندل شوي او ډېر امکان لېدل کېږي چې هلته داسې قبرونه هم ترلاسه شي چې خزانې پکې وي.

د جان هوپکنز پوهنتون استاد او د لرغون پېژندونکو د ډلې غړی بیټسي براین وایي چې تقریباً سل کاله وړاندې د توتن خامون د هدېرې وروسته دا دویم ترټولو مهمه موندنه ده.

دا هم ولولئ

افغان لوبډله

رییس احمدزی: د راشد خان په مشرۍ به افغان لوبډله د نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبې ته رسېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو او ۲۳ کلنو لوبډلو روزونکی، پخوانی لوبغاړی او …