کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د قېس احمد ښه توپ اچونه، لوبډله یې په جدول کې تر ټولو مخکښه شوه
قېس احمد

د قېس احمد ښه توپ اچونه، لوبډله یې په جدول کې تر ټولو مخکښه شوه

قېس احمد یو ځل بیا په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۱ ویکټ یې هم واخیسته، همدا راز د نوموړي اړوند کینټ لوبډلې په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لړ کې نن د کینټ او ایسیکس لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، د لوبې په پیل کې ایسیکس پچه وګټله او لومړی یې کینټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کینټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډینیل بیل ډرومونډ ۸۸، زاک کرالي ۶۹ او جیک لیننګ ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ایسیکس له خوا سام کوک، جیک پلام او پال والټر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې.

د ۲۳۷ منډو هدف په تعقیب کې د ایسیکس لوبډلې په ۱۹.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې، چې د ۶۷ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه.

د ایسیکس له خوا ایډم ویټیر ۴۶، سیمون هارمر ۳۱ او ارون نیجر ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کینټ له خوا جیک لیننګ ۳، مټ میلنس ۲، قېس احمد، ډیرین سټوینس، ګرانټ سټیوارټ، فریډ کلاسین او جو ډینلي ۱-۱ ویکټ واخیستې، قېس په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جیک لیننګ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې نن د نوین الحق (لیسټر شایر) او محمد نبي (نارتهمپټن شایر) لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه، چې لیسټر شایر لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …