کورپاڼه / خبرونه / په رحمان الله ګربز سختې نیوکې او په لایف ویډیو کې د هغه ځوابونه
رحمان الله ګربز

په رحمان الله ګربز سختې نیوکې او په لایف ویډیو کې د هغه ځوابونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک او ځوان توپ اچونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز چې اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېږي، تراوسه یې یوازې یوه لوبه کړې ده، چې په هغې کې هم نه دی ځلېدلی.

نوموړی چې په ټک ټاک کې ډېر فعال دی، د پي ایس ایل سیالیو پر مهال هم ډېرې زیاتې ټک ټاک جوړوي، چې خلکو پرې پراخې نیوکې پیل کړي دي او ورته یې لیکلي دي، چې د ټک ټاک له وجې یې خپلې لوبې خرابې کړې او باید پر ځان کار وکړي، ځکه چې ملتان هم په یوه لوبه کې چانس ورکړی دی.

د خلکو له سختو نیوکو وروسته رحمان الله ګربز په خپله فېسبوکپاڼه کې لایف راغی او خلکو ته یې په دې اړه ځوابونه ورکړل. هغه وویل که موږ د خوشحالۍ حق نه لرو، نو زه به همدا اوس ټول ټک ټاک اکاونټ ډیلیټ کړم.

هغه وویل، زه ټوله ورځ ټک ټاک نه جوړوم، ټوله ورځ تمرین کوم او بیا په وزګار وخت کې د ټک ټاک ویډیوګانې جوړوم، تر څو مینه وال خوشحاله شي. هغه خپله کوټه هم ښکاره کړه، چې کله په کوټه کې یوازې وي، نو په هماغه وخت کې بیا د ټک ټاک ویډیوګانې جوړوي.

رحمان الله ګربز وايي، چې ویډیو په وزګار وخت کې جوړوي او د مینه والو لپاره یې جوړوي، چې هغوی خوشحاله وي. هغه وویل د مینه والو بدې او منفي تبصرې د لوبغاړو په ذهن بده اغېزه کوي.

هغه دا هم وویل، چې ټک ټاک یو ساعتېری دی، بس د خوشحالۍ لپاره یې کوي، داسې نه ده چې د ټک ټاک نه ورته پېسې راځي یا پرې بل څه ترلاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز څو میاشتې مخکې د ټک ټاک اکاونټ جوړ کړ، چې ډېر زر یې مینه وال زیات شو، هغه اوس ۱۳۳ زره فالورز لري، کله چې د نوموړي سل زره فالورز پوره شوي و، نو بیا له راشد خان سره په ټک ټاک کې لایف هم راغلی و.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …