کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس کولی شئ چې د ګوګل په مرسته ژبې زده کړئ

اوس کولی شئ چې د ګوګل په مرسته ژبې زده کړئ

که چېرته د نړۍ د کومې ژبې په زده کولو کې له ستونزې سره مخ یئ یاهم د انګلیسي په ویلو کې له مشکلاتو سره مخ کېږئ، نو ګوګل مو د مرستې کولو لپاره تیار دی.

ګوګل په دې وروستیو کلونو کې داسې ډېر خدمتونه د بېلګې په توګه ګوګل مرسته کوونکی او ژباړن باندې کار کړی چې د بېلابېلو ژبو په ژباړه کې مرسته کوي. خو اوس ګوګل غواړي چې داسې خدمتونه وړاندې کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا په استعمالولو د ګوګل پلټونکې په مرسته کاروونکې بېلابېلې ژبې زده کولی شي.

دی انفارمیشن د راپور له مخې ویل کېږي چې دې خدمتونو ته یې د ټیوولي نوم ورکړی او په روان کال کې یې هر وخت د وړاندې کولو امکان شته. ددې خدمتونو د تشکیل پیل دوه کاله وړاندې وشو او دې ته یې د (Language middleware dialog application) شکل ورکړی.

ویل کېږي چې دغه خدمتونه به لومړی په لیکنیز ډول وي او د ګوګل پلټونکې برخه به وي او بیابه ګوګل مرسته کوونکې او یوټیوب ته راوړل شي او دغه خدمتونه به د نوې ژبې په زده کولو کې مرسته وکړي خو تر اوسه یو څه تېروتنې لري.

له دې وړاندې په هند کې د بولو په نوم اپلیکیشن جوړ کړی و، چې ماشومانو ته به یې ژبې زده کولې، خو اوس ګوګل غواړي چې یو قدم وړاندې لاړ شي او د ډېرو ژبو په زده کولو کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …