کورپاڼه / هنر او کلتور / ساره علي خان، سشانت سنګ راجپوت خپل استاد ګڼلی

ساره علي خان، سشانت سنګ راجپوت خپل استاد ګڼلی

د بالیووډ اداکاره او د سیف علي خان لور ساره علی خان وایي چې مرحوم سشانت سنګ راجپوت د اداکارۍ هر اړخ څخه خبره کړې او ور زده کړې یې ده.

ساره علي خان له خپل ملګري اداکار سره د کار کولو په اړه خپلو تېرو یادونو ته ستنه شوه، د سشانت سنګ راجپوت ستاینه یې وکړه او هغه یې خپل استاد وګاڼه.

نوموړې پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې هغې دا خبره وړاندې هم کړې او بیاهم وایي چې په هندي فلمونو کې یې چې د اداکارۍ په اړه څه زده کړي هغه یې له سشانت سنګ راجپوت څخه زده کړي او دا د ځان لپاره د وړ سبب ګڼي.

ساره علي خان زیاتوي چې هغه خپل ځان خوش قسمته ګڼي، چې د (کیدارنات) فلم کې یې د کار کولو موقع ترلاسه کړه او ورته یوه ښه او ګټوره موقع وه.

د یادولو وړ ده چې ساره علي خان په بالیووډ کې د خپل کیریر پیل د ابیشک کپور په لارښوونه په ۲۰۱۸ کال جوړ شوي فلم (کیدارنات) څخه وکړ او په دې فلم کې سشانت سنګ هم مرکزي رول لوبولی و.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …