کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې د بهرني خاوند په لټه کې ۶.۲ میلونه روپۍ له لاسه ورکړې

یوې میرمنې د بهرني خاوند په لټه کې ۶.۲ میلونه روپۍ له لاسه ورکړې

د هند په صنعتي ښار ممبۍ کې یوې دوه څلوښت کلنې میرمنې چې غوښتل چې له یوه بهرني شخص سره واده وکړي، خو ګران ورته تمام شول.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د ممبۍ د ولی پارلی اوسیدونکې دوه څلویښت کلنې میرمنې د ډیټنګ ویبپاڼې په مرسته له منوج جوزف په نوم له یو شخص سره په اړیکه کې شوه.

دواړه له یو بل سره په خبرو کولو کې دومره سره نږدې شول چې خبره تر واده پورې ورسېده. منوج وایي چې والدین یې د هند دي، خو دی خپله په استرالیا کې زېږېدلی او اوس بریتانیه کې کار کوي.

له دې وروسته منوج جوزف په یو بهرني بانک ګډ اکونټ ورسره ګډ اکونټ جوړ او څلور نیم لکه روپۍ پکې جمع کړې او میرمنې ته یې وویل چې په نوي دهلي کې کار کوي، میرمنه په دې وغولېده او تر ۶.۲ میلونه روپۍ ور جمع کړې.

خو اوس میرمن وایي چې د میي له پنځه ویشتمې نیټې راهیسې یې له منوج جوزف سره اړیکه نه نېول کېږي خو څو ورځې مخکې د منوج پلار ته زنګ راغی چې منوج د نشه یي توکو په قضیه کې نېول شوی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …