کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې استعمال یې ویښته ځواکمن، ګڼ او اوږده ساتي

هغه خوراکي توکي چې استعمال یې ویښته ځواکمن، ګڼ او اوږده ساتي

غیر صحت مند او نامناسب خوراک د بدن ترڅنګ د ویښتو لپاره هم زیانمن وي او وده یا نشوونما یې دروي. د خوراکي توکو کارپوهان شپږ داسې توکي په ګوته کړي چې استعمال یې ویښتانو ته وده ورکوي.

د بول نیوز د لیکنې له مخې ویل کېږي چې دغه شپږ توکي عبارت دي له هګیو، پالکو، وچو مېوو، ګوړې، ریحان او سپیغولو څخه.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې هګۍ پخپل جوړښت کې د ویښتانو د ودې لپاره اړین ویټامینونه لري او پالک هم یو له هغه خوراکي توکو څخه دی چې ګڼ ویټامینونه او غذایي توکي لري.

د پالکو غذایي توکي د مجموعي روغتیا ترڅنګ د ویښتانو د ودې لپاره هم اغېزمن تمامېږي او ښه والی وربخښي. پالک د فولیټ، اوسپنې، ویټامین ای او ویټامین سي په درلودلو د ویښتانو د ودې لپاره ډېر اړین وي.

لکه څنګه چې د خوراکي توکو کارپوهان وایي، که چېرته دغه خوراکي توکي پخپلو ورځنیو خوړو استعمال شي نو سره له دې چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، ترڅنګ یې ویښته ځواکمنوي، ګڼوي یې او وده ورکوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …