کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / پاکستان سوپر لیګ: نن د دویم پړاو دوه مهمې لوبې ترسره کېږي
ګربز، ځاځی، نجیب، نور احمد او وقار

پاکستان سوپر لیګ: نن د دویم پړاو دوه مهمې لوبې ترسره کېږي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د لیګ پړاو سیالۍ پای ته رسېدلي دي، چې په جدول کې اسلام اباد یونایټیډ لومړۍ، ملتان سلطانز دویمه، پېښور زلمي دریمه او کراچۍ کنګز څلورمه لوبډله راغلي دي.

نن دوه مهمې لوبې ترسره کېږي، لومړۍ لوبه (کوالیفایر) لوبه ده چې د اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطانز ترمنځ به ترسره شي، دا لوبه د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې پیلېږي.

په دې لوبه کې چې هره لوبډله بریالۍ  شوه، هغه به پایلوبې ته لار پېدا کړي او کومه لوبډله چې له ماتې سره مخ شي، نو هغه بیا بل چانس هم لري او په ایلیمینېټر ۲ لوبه کې به لوبېږي.

په دې لوبه کې د ملتان سلطانز سره افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز هم شته، خو نوموړي ته تراوسه پورې په یوازې یوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و او نن به وکتل شي، چې ایا هغه دویمه لوبه هم ترسره کوي او که نه.

د پاکستان سوپر لیګ ایلیمینېټر ۱ لوبه بیا د پېښور زلمي او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، دا لوبه د افغانستان په وخت ۱۰:۳۰ بجې پیلېږي.

په دې لوبه کې چې هره لوبډله بریالۍ شوه، هغه به ایلیمینېټر ۲ لوبې ته لار پېدا کړي، چې هلته به بیا د کوالیفایر لوبې د ماتې شوې لوبډلې سره لوبه کوي او پایلوبې ته د ځان رسولو هڅه به کوي.

د پېښور زلمي لوبډلې سره حضرت الله ځاځی او وقار سلامخېل لوبېږي، همدا راز د کراچۍ کنګز لوبډلې سره بیا نجیب الله ځدراڼ او نور احمد لکڼوال لوبېږي.

دا هم ولولئ

ولې نن ورځ استرالیایي لوبغاړي له کوره بهر شپه تېروي؟

نن ورځ د میتیو هیډن په ګډون د استرالیا کرکټ ډېر لوبغاړي له خپلو کورونو …