کورپاڼه / روغتيا / آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د اغېزمن کېدو شکایت لري او ځینې خو بیا دا هم وایي چې دوی یو ډول بد بوی حس کوي، چې دې کیفیت ته (پیروسمیا) یا (اولفیکټري هیلوسینیشتز) ویل کېږي او په دې کیفیت ښکار کسان د ژور خپګان ښکار ګرځیدلی شي.

د سیدیتي ورځپاڼې د سایکالوژۍ ټوډی ویبپاڼې په حواله لیکلي چې د حافظې له لاسه ورکولو په سبب احساسات او خاطرې هم زیانمنې کېږي، په ځانګړي توګه اوږدمهاله حافظه زیانمنوي.

د دماغو په مخکینۍ برخه کې د اولفیکټري په مرسته خوشبو پېژندل کېږي او له دې ځایه خوشبویي د دماغو هغې برخې ته ځي چې له احساساتو او حافظې سره تړاو لري، همدا سبب دی کله چې یو څوک ځانګړې خوشبویي حس کړي نو ځینې خاطرې ور په زړه شي.

له یوې څېړنې څخه معلومه شوې چې د بویولو د حس او خپګان ترمنځ اړیکه شته، ځکه چې د بویولو حس له لاسه ورکول د خپګان احساسات تېزوي او خپګان د بویولو له حس څخه د محرومۍ په سبب رامنځته کېږي.

کورونا نه یوازې زموږ احساسات اغېزمنوي بلکې زړې خاطرې مو رایادوي، نو که چېرته له کورونا څخه له رغېدو وروسته هم د بویولو د حس ستونزې لرئ نو له داسې ترکیبونه ګټه پورته کړئ چې یاد حس مو بېرته سم شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …